ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدليې وزیر کابل کې د ځمکو له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی

د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس شیخ عبدالحکیم شرعي د کابل له والي، ولسوالانو او امنیتي مسولینو سره په لیدنه کې د ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې پر جدي اقداماتو ټینګار کړی.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې ویلي، چې د غصب د مخنیوي کمېسیون تراوسه د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړي، چې دا بهیر په ټول افغانستان کې په پوره جديت، روڼتیا، د قانون په چوکاټ او د اسلامي شریعت په رڼا کې روان دی ترڅو د بیت‌المال ساتنه وشي او د خلکو حقوق تامین شي.

له بلې خوا په دې ناسته کې د کابل  والي ملا امین‌الله عبید هم د کابل ولایت په کچه د ځمکو له غصب څخه د مخینوي کمېسیون لخوا د زرګونو جریبو ځمکو د استرداد  قدرداني کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت مقام او نورې ادارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو په پوره اطاعت له کمېسیون سره په دې برخه کې هر اړخیزه همغږي او همکاري کوي.

ورته مهال په یاده ناسته کې د کابل ښار او ولسوالیو ولسوالانو او امنیتي مسولینو هم ډاډ ورکړی، چې له کمېسیون او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې، د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کابل والي، ملا امین الله عبید، امنیه قومندان، ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رییس ابوخالد، د کابل د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو او امنیې قومندانانو او د کابل ښار د امنیتي حوزو مسولینو په‌کې ګډون درلود.