عمان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم درې ورځنی سفر د پام وړ علمي، تحصیلي او ډیپلوماټیکو لاستهراوړنو سره پای ته ورسېد.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي، چې د دې سفر په لړ کې ښاغلی ندیم د عمان د لوړو وزارت له مسولینو سره د کتنو سربېره د دې هېواد له یو شمېر مشهورو پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزیر د عمان د لوړو زدهکړو وزارت له مسولینو سره په کتنه کې د علمي هوکړهلیکونو د لاسلیک، د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تحصیلی اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ندیم دغه راز د عمان پوهنتونونو له مسولینو سره په جلا لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو، د تحصیلي برنامو د پراختیا او د عملي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د دې پوهنتونونو له لابراتوارونو، کتابتونونو او درسي ټولګیو څخه یې لیدنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزیر د عمان له مفتي اعظم شیخ احمد بن حمد الخلیلي سره هم لیدنه وکړه.
شیخ ندا محمد ندیم د دې سفر پر مهال د عمان له ستر جامع جومات «سلطان قابوس» او ملي موزیم څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي دغه راز د دې سفر پر مهال په عمان کې له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د دوی غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

