د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلي اشغالګرو وروستيو بریدونو کې په غزې تړانګه کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې شپږ یې ماشومان دي.
‘موږ ورو ورو مړه کیږو’: د صهیونستي رژیم د پرله پسې بریدونو په منځ کې د غزې اوسېدونکو نا امیدي!
د غزې اوسېدونکي وایي، چې د اسراییلي ځواکونو د پرلهپسې بریدونو له امله په دوامداره وېره او سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.
د بېځایه شویو د کمپ یو تن اوسېدونکي منیر حداید ویلي، چې په بریدونو کې یې د خپلې کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي او د غزې اوسنی وضعیت یې «ورو مرګ» بللی دی. نوموړي زیاته کړې، چې خلک هره ورځ د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
حداید همداراز د نړیوالو د سولې پر خبرو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د سولې خبرې باید د غزې د خلکو د واقعي وضعیت له لیدلو وروسته وشي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي اشغالګرو لږ تر لږه ۵۰۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.
همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسلوژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او ۷۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ نور ټپیان شوي دي.

