د کابینې په شپږمه غونډه کې د کانونو حرفوي کیندنې د کړنلارې په اړه بحث شوی او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده سپارل شوې، چې ياده کړنلاره تصحيح او د شرعي حيثيت روښانولو په موخه دې د سترې محکمې دارالافتا ته واستوي.
دا غونډه چې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربيع الاول ۱۰ مه (تلې۳مه) جوړه شوې، د قرانکریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا خبرې شوي.
د کابينې په دې ناسته کې ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې له فتحې وروسته د افغان ټيلي کام شرکت خپل ټول پورونه ياد شرکت ته وسپاري او د پرېکړې له مخې ماليه وزارت به له فتحې مخکې پورونه له ياد شرکت څخه نه وغواړي.