ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مرکزي بانک ۵۸۸ میلیونه زړې شوې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې ۵۸۸ میلیونه او ۱۴۰ زره زړې شوې افغانۍ یې له بازاره راټولې کړي او د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې یې وسوځولې.

د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، یادې زړې شوې پیسې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو بانکنوټونه وو.

د مرکزي بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ چې افغانستان بانک ژمن دی، څو د اقتصادي راکړې ورکړې د اسانتیا او ډاډمن کېدو په موخه، وخت ناوخت زاړه او نامناسب بانکنوټونه له بازاره راټول او د اړوندو کړنلارو له مخې یې وسوځوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د زړو بانکنوټونو پر ځای نوې پیسې بازار ته وړاندې کېږي، تر څو هېوادوال وکولای شي خپلې ورځنۍ معاملې پرته له ځنډه ترسره کړي.

دغه‌راز ملا محمد اخوند له هېوادوالو غوښتي، چې د افغانیو د ساتنې او سمې استفادې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا ځانګړو بټیو ته لیږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.