بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې ورځې ( د سلواغۍ ۲۶مه) په مناسبت چې د هېواد په تاریخ کې یې ویاړمنه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي، خپلو مسلمانو او مجاهدو ورونو ته مبارکي وايي.
الله تعالی د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د ټولو افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونو او تکلیفونو له برکته افغانانو ته دا ویاړ ور وباښه چې د شوروي اتحاد غوندې ستر قوت مات او له افغانستان څخه یې ایستلو ته اړ باسي.
دا چې د الله جل جلاله په نصرت سره په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي چې زموږ مسلمان خلک د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسېدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.
زموږ مسلمان او غیور هېوادوال باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو په وړاندې بیدار واوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت

