ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جنيوا کې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه؛ د سیمې پر سولې او ثبات ټینګار شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جنیوا کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سید بدر البوسعیدي سره لیدنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي عراقچي په دې لیدنه کې د خپل هېواد د مشروع ګټو او حقونو د خوندي کولو او د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره د پایله‌لرونکې ډیپلوماسۍ د کارولو په برخه کې د ایران پر هوډ او جديت ټینګار کړی.

ورته مهال د عمان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا په برخه کې د ایران رول ته په اشاره د ډیپلوماټیک بهیر د دوام په برخه کې د ایران ټینګ دریځ وستایه او هیله یې څرګنده کړې، چې د خبرو اترو دا پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.