ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلاروس افغانستان ته خپل صادرات زیاتوي

د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت لومړی مرستیال سرګي لوکاشویچ د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له مسولینو سره افغانستان ته د بلاروسي تجهیزاتو او سوداګریزو توکو د صادراتو زیاتوالي پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.

دغه وزارت خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، دا هوکړه له صنعت څخه تر کرنې، د خوراکي توکو تامین، روغتیايي پاملرنې او زده‌کړو پورې بېلابېل برخې رانغاړي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد دغه راز د سترو پراختیایي پروژو ملاتړ برخه کې خپلې ځانګړې پاملرنې ته هم دوام ورکوي.