د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملا محمد فاضل اخوند د معرفي په مراسمو کې، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ټاکل شوی، ګډون او وينا وکړه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د اسلامي امارت يو شمېر مسولینو هم شتون درلود، د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملا محمد فاضل اخوند د فعالیتونو او کړنو او د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه د هغه د پخواني مسوليت قدرداني وکړه او د نوموړي خدمتونه يې وستايل.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند د پخواني وزير ملا حميدالله اخندزاده د زيار او هڅو ستاينه وکړه.
دغهراز د رياست الوزراء اداري مرستيال دواړو ته د لوی خدای تعالی له دربار څخه په نويو مسوليتونو کې د برياليتوب دعا وکړه.
په پای مولوي عبدالسلام حنفي هيله وښوده، چې ملا محمد فاضل اخوند له خپلو تجربو څخه په ګټه اخیستنې د زېربناوو پراختیا، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ځمکني او هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د کيفيت لوړولو په برخو کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.

