د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وکړه.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډې په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه وروسته، د ماليې وزارت او د نفت او ګازو خپلواکې ادارې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او په اړه يې اړین تصميمونه ونيول شول. د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

