ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بشر حقونو نړیوال بنسټ: پر افغان خاوره د پاکستاني ملېشو د تېرې شپې د برید عاملین باید ځواب ورکړي


د بشر حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستاني ملېشو له‌خوا د افغانستان پر خاوره د تېرې شپي د شوي تجاوز له امله ژوره خواشیني ښودلې او په دې تړاو یې د بېړنیو، خپلواکو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د ملکي وګړو په نښه کول له نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او هېڅ داسې توجیه نشته چې پر خوب ویده ماشومان دې په نښه شي.

دې بنسټ ویلي، موږ غوښتنه کوو چې د دې هوایي برید په اړه سمدستي، خپلواکه او شفافه نړیواله څېړنه پیل شي او هغه کسان باید ځواب ورکړی، چې د دې برید امر یې کړی دی.

دغه‌راز د بشر حقونو نړیوال بنسټ زیاته کړې، چې پر ملکي وګړو بریدونه د منلو وړ نه دي او باید د ملکي خلکو ژوند او حقونه خوندي وساتل شي.

ورته مهال ملي دفاع وزارت د افغانستان پر ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندلی او دا عمل یې د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

یاد وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسولیت بللی او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری یې ورکړی دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت دې برید ته په غبرګون ویلي، پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامیو ښکاره ثبوت دی او دا ډول کړنې به هېڅکله د پاکستان داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.