ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيا او ننګرهار کې د پاکستاني پوځي رژيم بريدونو له امله درې ملكي وكړي شهيدان شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم  بې‌پیلوټه الوتکو د ننګرهار د غني‌خیلو ولسوالۍ اړوند ۲۹مه ویاله کې د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغه راز ویلي، چې د دې سربېره د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو د یوه هاوان د لګېدو له امله یو ولسي وګړی شهید شوی او یو بل ټپی شوی دی.