ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سید علي خامنه‌‌يي دویم زوی مجتبی خامنه‌یي د ایران د نوي مذهبي مشر په توګه وټاکل شو

د ایران د خبرګانو شورا غړو په یوې ځانګړې ناسته کې سید علي خامنه‌‌يي  دویم زوی، سید مجتبی خامنه‌یي، د ایران د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یادې شورا غړو په حضوري غونډه کې سید مجتبی خامنه‌یي د رایو په اکثریت سره د ایران د نوي مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د خبرګانو شورا د ایران د اساسي قانون له مخې هغه اداره ده چې د هېواد د مذهبي مشر د ټاکلو صلاحیت لري او د مهمو سیاسي بدلونونو پر مهال ځانګړې ناستې کوي.