اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال سره د ایران سفیر عليرضا بیکدلي او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې سید روحالله حسیني لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د سفر، زیارت، درملنې او زدهکړو بهیر اسانه کول، د ګډو کلتوري پروګرامونو پراختیا او د دوه اړخیزې همغږۍ له لارې د سیلانیانو د تګ راتګ زیاتول وو.
مولوي قدرتالله جمال ویلي؛ افغانستان او ایران له ښې او دوستانه اړیکې لري، د سیاحت، درملنې، زدهکړو او د کربلا زیارت کوونکو لپاره د ترانسپورټ په برخو کې باید اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي جمال د ایران له سفیر څخه غوښتي، چې ایران دې د خپلو تجربو په اساس د اطلاعاتو او لکتور وزارت د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی د مجربو استادانو له علمي تجربو او لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړې، چې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو هوکړه لیک جوړ او د دواړو لورو له خوا به لاسلیک شي.
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي ویلي؛ افغانستان او ایران ژور دیني، فرهنګي او تمدني مشترکات لري.
دغهراز نوموړي د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او په سیاحتي او زیارتي برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
ښاغلي بیکدلي زیاته کړې، چې د دواړو دوستو او ورونو هېوادونو د تجربو شریکول به د سیاحت د صنعت د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.
همداراز په کابل کې د ایران سفیر ویلي؛ د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همغږۍ سره به په افغانستان او ایران کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتیوت د استادانو لپاره ځانګړي روزنیز سیمینارونه جوړ شي، چې تدریس به یې ایراني استادان کوي.
په پای کې دواړو لوریو په کلتوري او سیاحتي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او په یادو برخو کې یې د دوامدارې همغږۍ او د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.

