د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تل لپاره په پېښور کې د خپلې کونسلګرۍ د تړل کېدو پرېکړه کړې.
د اسوشیټډپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو خپله پرېکړه روانه اونۍ کانګرېس ته استولې ده.
په یاده پرېکړه کې راغلي، چې د دغې کونسلګرۍ په تړل کېدو سره به په کال کې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه ډالر سپما شي.

