د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د کابل پر یوه روغتون د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې برید ته په اشارې سره چې پکې سلګونه ملکي وګړي شهیدان شوي، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا برید په کلکه وغندي.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه دغه برید «وحشیانه» بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم لهخوا کابل کې د روږدو پر یوه روغتون ترسره شوي برید کې ۴۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شول.

