ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په چهاراسیاب کې د منګل سوپرلیګ کرېکټ سیالیو نهم پړاو پیل شو

د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې تېره ورځ (جمعه، د وري ۷مه) د ۷ لوبډلو په ګډون د منګل سوپر لیګ تر سرلیک لاندې د کرېکټ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د مسولینو په وینا، دغه لیګ د ځوانو لوبغاړو لپاره یو مهم فرصت دی، څو خپل استعدادونه وښيي او د کرېکټ په ډګر کې ورته د پرمختګ زمینه برابره شي.

دوی زیاته کړې، تمه ده چې له دې سیالیو څخه به نوي او ځلېدونکي استعدادونه راڅرګند شي.

د معلوماتو له مخې، یاد لیګ به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي چې د هرې جمعې په ورځ به څلور لوبې ترسره کېږي.