د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې تېره ورځ (جمعه، د وري ۷مه) د ۷ لوبډلو په ګډون د منګل سوپر لیګ تر سرلیک لاندې د کرېکټ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د مسولینو په وینا، دغه لیګ د ځوانو لوبغاړو لپاره یو مهم فرصت دی، څو خپل استعدادونه وښيي او د کرېکټ په ډګر کې ورته د پرمختګ زمینه برابره شي.
دوی زیاته کړې، تمه ده چې له دې سیالیو څخه به نوي او ځلېدونکي استعدادونه راڅرګند شي.
د معلوماتو له مخې، یاد لیګ به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي چې د هرې جمعې په ورځ به څلور لوبې ترسره کېږي.

