ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير سره ټيليفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير عبدالله بن زید ال‌نهیان سره تلیفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې تلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان او امريکا ترمنځ موضوعاتو، سيمه‌ييز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستيو حالاتو خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د سيمه‌ييز وضعيت په اړه ویلي، له بدمرغه امریکا او اسراییلو د ايران پرخلاف داسې جګړه پیل کړې چې د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي په سيمه کې د جګړې پراختيا د اندېښنې او غندنې وړ بللې او  زياته کړې یې ده، چې د متحده عربي اماراتو زغم او تدبیر د ستاینې وړ دي.  

مولوي امير خان متقي همداراز د افغانستان او پاکستان د وضعيت په اړه ویلي، افغانستان د ګاونډي په توګه غواړي چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي، چې په دې برخه کې جدي اقدامات هم شوي دي.

نوموړي زياته کړې، د پاکستان په وړاندې د افغانستان ټول پوځي اقدامات دفاعي وو او د تیري په صورت کې د ځان لپاره د مشروع دفاع حق خوندي بولي.

ورته مهال د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې بللي او چمتووالی يې ښودلی چې هېواد به يې په دې برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي عبدالله بن زايد آل‌نهيان د ايران پرخلاف د پيل شوې جګړې په اړه د خپل هېواد موقف بیان کړ او د سیمي د وضعیت په اړه یې خپل نظر شریک کړ.

ښاغلي عبدالله بن زايد آل‌نهيان همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه ده بللی او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې د ستونزو د هواري په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړي په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د نوي وضعیت په پام کې نیولو سره به په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کېږي.