ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دفاع وزارت د اکمالاتو، ټکنالوژی او لوژستیک نوی مرستیال وټاکل شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، مولوي محمدعلي جان احمد د ملي دفاع وزارت د اکمالاتو، ټکنالوژۍ او لوژستیک د مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نوموړي تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قومونو او قبایلو د همغږۍ د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او مسولینو ګډون کړی و.

دغه‌راز ویناوالو د مسولیتونو د اغېزمن ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او مولوي محمدعلي جان احمد ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.