د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د سرپل ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د خلکو عقیده، تاریخ، ازادي، ارزښتونه او عزت خوندي دی.
نوموړي زیاته کړې: «هغه کسانو چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له افغانانو څخه ګټه اخیستې، نن باید د هېواد د آزادۍ شعارونه ورنه کړي.»
د ملا نورالله نوري په وینا، له اسلامي نظام څخه د خلکو ملاتړ د زور او جبر له مخې نه، بلکې د هغوی د عقیدې، کلتور، فکر او باورونو پر بنسټ دی.
له بلې خوا، د غونډې ګډونوالو د اسلامي نظام پر لا پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو ترمنځ د یووالي پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
ګډونوالو ویلي، اوسنی نظام د خلکو له کورني ملاتړ او مشروعیت څخه برخمن دی او هغه کسان چې د نظام پر ضد دسیسې جوړوي، د خلکو په منځ کې ځای نه لري.
دوی همداراز ټینګار کړی، چې د خپل یووالي او همغږۍ په ساتلو سره به د اسلامي نظام ملاتړ ته دوام ورکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

