د بشر حقونو نړیوال بنسټ وایي، پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو پکتیکا، خوست او کونړ کې پر ملکي سیمو درنې وسلې او بېتفکیکه هاوان مرمۍ ویشتلې دي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ د پاکستان پوځي رژیم څخه غوښتي، چې پر ملکي سیمو بریدونه ودروي.
د بشر حقونو نړیوال بنسټ دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو څخه د دغو سرغړونو په تړاو د پلټنو او د مسولو کسانو پر وړاندې د اړینو اقداماتو د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.

