د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ایران له شخړې وروسته ښايي امریکا د ناټو سره خپلې اړیکې بیا وارزوي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د اروپایي متحدینو د ملاتړ د کمښت له امله مایوسي څرګنده کړې.
روبیو په یوه مرکه کې پرځینو اروپایي غړو نیوکې کړي چې د پوځي اډو او هوايي فضا د کارونې اجازه یې نه ده ورکړې او خبرداری یې ورکړی، چې ناټو ممکن د “یو لوري سړک” په حالت کې بدل شي.
دغهراز نوموړي ټینګار کړی، چې د تړون ارزښت یوازې هغه مهال ثابتېږي چې ملاتړ یې د اړتیا پر وخت شتون ولري.
دا څرګندونې د امریکا او اروپایي متحدینو ترمنځ د اړیکو د شخړې نښې ښيي، ځکه څو متحدین د قانوني اندېښنو او د ناټو د سلا مشورې نشتوالي له امله له واشنګټن څخه واټن نیولی دی.

