د ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د غبرګولي مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره او ۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷۵ زره او ۷۲۲ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷ زره او ۸ مټریک ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۰۵ زره او ۸۶۳مټریک ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷۹۷ زره او ۴۸۲مټریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دغهراز وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې د غبرګولي په مياشت کې ۲۵۱۷ټنه صادرات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

