په کابل کې د قطر دولت سفیر ډاکټر مردف القاشوطي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې بللي او د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل او اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د قطر د رغنده رول او دوامدارو هڅو ستاینه کړې ده.
بلخوا، د قطر سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي او ژورې بللي او ټینګار یې کړی، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو د پراختیا ملاتړ ته ژمن دی.

