ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ د وضعیت په تړاو خبرې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۱۶مه) په یوه ټلیفوني اړیکه کې د منځني ختیځ د وضعیت په تړاو خبرې کړي.

د چینایي رسنیو د راپور له مخې، وانګ یي په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې بیجینګ تل د خبرو اترو له لارې د مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو د حل ملاتړی دی.

ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د روان وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې مسکو د کړکیچونو د حل لپاره د سیاسي او ډیپلوماتیکو چینلونو بېرته فعالیدل غواړي.