اکسیوس د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، د جګړې پایته رسېدو په هدف به د ایران او امریکا ترمنځ د سولې مذاکرات به جمعه د ( اپریل ۱۰مه) په پاکستان کې ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې اعلان کړی و چې واشنګټن د دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې او په دې موده کې به دواړه لوري دایمي سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي.
د یادونې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر جګړې وروسته لومړی پړاو مخامخ مذاکرات دي.

