ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات د جمعې په ورځ ترسره کيږي

اکسیوس د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، د جګړې پایته رسېدو په هدف به د ایران او امریکا ترمنځ د سولې مذاکرات به  جمعه د ( اپریل ۱۰مه) په پاکستان کې ترسره شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې اعلان کړی و چې واشنګټن د دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه‌ کړې او په دې موده کې به دواړه لوري دایمي سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي.

د یادونې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر جګړې وروسته لومړی پړاو مخامخ مذاکرات دي.