ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او امریکا د اوربند هوکړې ته نړیوال غبرګونونه؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر هېوادونو یې هرکلی کړی


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه بیانیه کې د ایران او امریکا ترمنځ د دوو اونیو لپاره د اوربند هرکلی کړی دی.

نوموړي په دې بیانیه کې له منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، څو په سیمه کې د تلپاتې او هراړخیزې سولې لپاره زمینه برابره شي.

نوموړي په خپله بیانیه کې په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، څو په سیمه کې د تلپاتې او هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره شي.

ګوترش ټینګار کړی، چې د شخړو پای ته رسول د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره اړین دي.

ورته مهال، جاپان د یادې هوکړې په اړه ویلي، چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره به د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره همکاري وکړي.

همداراز، د جاپان د وزیرانو شورا د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د هرمز تنګي د خوندي بیا پرانیستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او له ټولو لوریو یې غوښتي، چې د هېوادونو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ډیپلوماتیکو بهیرونو ته درناوی وکړي.