ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لبنان کې د خوړو د شدید بحران اعلان شوی

د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې لبنان له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړې له امله د خوړو له شدید بحران سره مخ دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د توکو د وارداتو ټکني کېدلو خوړو ته د خلکو لاسرسی کم کړی.

د امریکا او ایران ترمنځ د موقت اوربند سره سره د اسراییل او لبنان حزب‌الله ترمنځ نښتې دوام لري او د دې هېواد د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې منفي اغېزه کړې.