ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت د مرستيال په مشرۍ پلاوي روسيې ته سفر وکړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوي روسیې ته سفر وکړ.

یاد وزارت وايي، افغان پلاوی به د اپرېل له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې پورې د کرنې په برخه کې له مهمو علمي او تخنیکي مرکزونو څخه لیدنه وکړي.

د دې سفر موخه د نباتي او حیواني قرنطین په برخو کې د تخنیکي وړتیاوو لوړول، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت کنټرول سیسټمونو ښه‌والی او له پرمختللو کرنیزو سیستمونو سره بلدتیا ښودل شوې ده.