ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غــــــزه؛ د اسراییلي رژیم بریدونو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم بریدونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپور له مخې، له دغو بریدونو څخه یو په غزې ښار کې د پولیسو یو موټر په نښه کړی، چې د درې کلن ماشوم په ګډون څلور تنه پکې شهیدان شوي دي.

همدرانګه په دې پېښه کې نهه ملکیان ټپیان شوي، چې د ځینو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بل‌خوا، د وفا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په غزه کې د اسراییلي رژیم په یوه هوايي برید کې د الشاطي کمپ هم په نښه شوی، چې لږ تر لږه پینځه فلسطینیان، د یو ماشوم په ګډون، پکې شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.

همداراز، د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اوربند له پلي کېدو راهیسې د اسراییلي رژیم بریدونو له امله ۷۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۲ زره او ۱۱۱ نور ټپیان دي.