د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وایي، چې د لبنان د اوربند پر بنسټ اوس ټولې سوداګریزې بېړۍ کولای شي د هرمز تنګي له لارې په ازاده توګه تګ او راتګ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، خو دغه حالت به د اوربند تر ختمېدو پورې دوام وکړي او بېړۍ د هماغه مسیر څخه تګ او راتګ کولای شي چې د ایران حکومت د بندرونو او سمندري ترانسپورټ ادارې لهخوا مشخص شوی دی.

