ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې په موخه ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د استازو په ګډون ناسته ترسره شوه، چې پکې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو او د کار جوازونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې، په سیاحتي ویزو د کار د مخنیوي، د کاري ویزو د بهیر د تنظیم او بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونو په ورکړه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.

د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي په ناسته کې وویل، بهرني وګړي باید د اسلامي امارت د قوانینو او اصولو په نظر کې نیولو سره عمل وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د کار جواز د ورکړې بهیر اسانه او منظم شوی او هغه بهرني اتباع چې په سیاحتي ویزو هېواد کې کار کوي، باید په جدي توګه تعقیب شي.

ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په خپلو خبرو کې وویل، هېواد ته د بهرنیو اتباعو راتګ له بېلابېلو اړخونو ارزښت لري او د هغوی حضور د دولت د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم رول لري.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا او پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.