ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: بهرني لوبغاړي دې خپلو هېوداونو ته د افغانستان مثبت تصویر او د سولې پیغام ورسوي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو له ګډونوالو لوبغاړو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې ده.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، د بهرنیو لوبغاړو شتون ښيي، چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی او د سولې او ثبات پیغام یې په پراخه کچه خپرېږي.

دغه‌راز ښاغلي حقاني زیاته کړې، لوبغاړي د خپلو هېوادونو غیرې رسمي ورزشي سفیران دي او باید د افغانستان د سولې، ورورولۍ او مثبت تصویر پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.