د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او مل پلاوي د چین هانګژو سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سره لیدنه کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دې لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ګډې پانګونې په جلب، د ګډو نندارتونونو په جوړولو او د سوداګرو ترمنځ پر ګډو ناستو خبرې شوې دي.
د یادې خونې په وینا؛ دې لیدنه کې د کندهار او هانګژو سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او ګډې پانګونې جذب په موخه د همکاریو هوکړه هم لاسلیک شوه.

