ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امريكا له جرمني څخه خپل ۵ زره سرتېري وباسي

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېسټ له جرمني څخه د ۵ زره امریکایي سرتېرو د ایستلو امر کړی دی.

راپور کې د پنټاګون د ویاند له قوله ویل شوي، چې دا سرتیري به راتلونکو ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو پورې په تدریجي ډول له جرمني څخه وایستل شي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي و، ایران د سولې په خبرو کې امریکا تحقیر او بې‌عزته کړې ده.