نړیوال سمندري سازمان (IMO) ویلي، چې پر ایران د امریکا – اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې په هرمز تنګي کې په شاوخوا ۲ زره بېړیو کې له ۲۰ زرو زیات سمندري کارکوونکي بند پاتې دي.
د راپور له مخې، په دغو بېړیو کې د تېلو او ګازو، د بېلابېلو سوداګریزو توکو او د سېلانېانو لېږدوونکې بېړۍ شاملې دي.
نړیوال سمندري سازمان دا هم ویلي، چې د جګړې له پیل راپدیخوا پر بېړیو لږ تر لږه ۱۹ بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ سمندري کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال، دغه سازمان په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د دغو سمندري کارکوونکو د خوندي لېږد په موخه دې خپل بریدونه را کم کړي.

