د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې یې له ایران سره «ډېرې ښې خبرې» کړي او ډېر امکان شته چې موږ یوې هوکړې ته ورسېږو.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي ویلي، د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا وړاندیز لا هم «تر ارزونې لاندې» دی، او تهران به له وروستیو سلا مشورو وروسته د پاکستان له لارې امریکا ته رسمي ځواب واستوي.

