د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د «المدینه ډیولپمنټ سپلای الالسي» شرکت له رییسې شهلا هوپر جمال او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییسې د افغانستان په خصوصي سکتور کې د خپلې پانګونې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې له بریالۍ تجربې وروسته غواړي په امارتي ادارو کې هم د اداري سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړې زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې مثبت پرمختګونه رامنځته شوي او د دوی شرکت غواړي له شته امنیت او د پانګونې له مناسب چاپېریال څخه ګټه واخلي.
د هغې په وینا، شرکت یې د افغانستان د یوه خصوصي بانک لپاره د ATM کارتونو د چاپ او ځانګړو پرنټرونو د برابرولو په برخه کې پانګونه کړې او چمتو دی چې د موټر چلولو جوازونو، برېښنايي پاسپورټونو د سیستمونو او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې لپاره د ځانګړو پروګرامونو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په اقتصادي، اداري او امنیتي برخو کې د سیستمونو ډیجیټلي کول د وخت اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خلکو د اسانتیاوو لپاره د اداري سیستمونو ساده کول خپل مهم لومړیتوب ګڼي.
دغهراز ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې د یاد شرکت رییسې او پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګهوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د دوی وړاندیزونه به له اړوندو ادارو سره شریک شي.

