د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې ځواب ورکولو ته چمتو دي.
هغه ټینګار کړی چې ناسمه ستراتیژي او ناسمې پرېکړې تل ناسمې پایلې لري، او زیاته کړې یې ده چې نړۍ دا موضوع درک کړې ده.
قالیباف همدارنګه خبرداری ورکړی چې ایران د ټولو انتخابونو لپاره چمتو دی، مقابل لوری به حیران کړي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ له ډیپلوماټیکو لارو د روان کړکېچ د حل امکان شته.
نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم دا ممکنه ده، ما له هغوی سره څلور یا پینځه ځله هوکړه کړې، خو هغوی بیا خپل نظر بدل کړی دی»

