د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ د څه باندې ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالولو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي په ۲۳مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس مولوي فیضالله تمیم او د هندي نړیوال شرکت (TCRC) د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په وینا د تړون له مخې به، یاد شرکت به د پینځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، پرمختللي تجهیزات به برابر او نصب کړي او همداراز به شته تجهیزات ترمیم کړي.
په دې پروژه کې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره د بهرنیو متخصصینو معرفي، د کورنیو او بهرنیو روزنیزو پروګرامونو جوړول او د نړیوالو معیارونو د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې هم شاملې دي.
د تړون له مخې، د معیار او کیفیت ادارې د مسلکي کارکوونکو لپاره به د روزنې ځانګړي پروګرامونه عملي کېږي او د معیارونو له نړیوال سازمان (ISO) څخه د نړیوالو باوري کیفیتي تصدیقلیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم پر مخ وړل کېږي.

