وروسته له هغې چې په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ له امله د ۸۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شو، د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدنه د عامې روغتیا له پلوه د نړیوالې اندېښنې بېړنی حالت اعلان کړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا خپرېدنه د «بونډي بوګیو» ویروس له امله رامنځته شوې ده.
دغه سازمان دغه راز ویلي، که څه هم اوسنی وضعیت د «وبا» معیارونه نه پوره کوي، خو اندېښنه شته چې دا ناروغي ښايي هغو هېوادونو ته هم خپره شي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره ګډې ځمکنۍ پولې لري.

