الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د تازه برید له امله لږ تر لږه درې فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه برید پر هغه پخلنځي شوی چې بېځایه شویو خلکو ته پکې خواړه چمتو کېدل.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۸۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
همدارنګه یاد وزارت وایي، چې د اسرائیلي بریدونو او جګړې له پیل راهیسې په غزه تړانګه کې د شهیدانو شمېر لږ تر لږه ۷۲ زره او ۷۶۰ تنو ته رسېدلی دی.

