د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان کې د یوناما له سرپرستې او د دې ادارې د سیاسي څانګې له مشرې جورجت ګانیون سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې غونډې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې د افغانستان د استازو حضور د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا لپاره مهم بللی، او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان استازولي د حکومت مسولیت او د افغان ولس حق دی.
بل لور ته، جورجت ګانیون له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراخېدو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

