ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قاهره کې د افغانستان او کامیرون سفیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

په قاهره کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار د کامیرون هېواد ملي ورځي لمانځغونډه کې ګډون کړی.

ښاغلي قرار د کامیرون سفیر محمدو لابارنګ ته د مبارکۍ سربېره؛ له نوموړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

په ورته مهال؛ ښاغلي قرار له بېلابېلو استازو او ډیپلوماتانو سره هم د متقابلو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې وکړې او په ګډو همکاريو يې ټينګار وکړ.