ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ټلیفوني خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي، انتونیو ګوترېش سره ټلیفوني خبرې کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي عراقچي په دې ټلیفوني اړیکه کې د امریکا له‌خوا «زیاتې غوښتنې او ضد او نقیض دریځونه» د مذاکراتو بهیر اصلي خنډ بللی دی.

عراقچي ټینګار کړی چې پر امریکا د باور نشتون سربېره ایران په مسولانه او جدي ډول په دغه ډیپلوماټیک بهیر کې ګډون کړی او هڅه کوي چې یوې معقولې او عادلانه پایلې ته ورسېږي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو منشور اصولو ته د ژمن پاتې کېدو پر اړتیا او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ډیپلوماتیکو لارو چارو په کارولو ټینګار کړی.