د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې یاد وزارت په تور بازار کې په غېرې قانوني توګه د ترکیې او نورو هېوادونو د کاري ویزو د صادرولو له امله د يو شمېر سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي او مسولین احضار کړي.
د ياد وزارت په وینا، له دوی څخه ژمنليک واخیستل شو، چې په راتلونکي کې به د کاري ویزو په برخه کې له خلکو پیسې نه اخلي او هېڅ ډول غېرې قانوني فعالیت به نه کوي.
ياد وزارت له خلکو هم غوښتي، چې پوره پاملرنه وکړي؛ ترڅو په دې برخه کې د جعل او فريب ښکار نه شي.

