د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش وزارت په رسمي بلنه، مسکو کې د ځوانانو ورزشکارانو او د المپیک میډال ګټونکو د هڅونې په نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.
مولوي احمدالله وثیق په یاد فورم کې د ورزشکارانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د ورزشي اتلانو هڅونه د دې ښکارندويي کوي چې هېوادونه د ځوان نسل روزنې او د هغوی پر راتلونکي پانګونې ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې ورزش د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ملتونو د نږدېوالي او د نړیوالو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول لري.
بلخوا د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس د خپل دغه سفر پر مهال په مسکو کې د افغان محصلینو د فوټبال سیالیو پایلوبه هم ننداره کړې ده.
دغه سیالۍ د «اتحاد او همبستګۍ» تر سرلیک لاندې د یوې خیریه موسسې له لوري د شپږو لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې.
مولوي احمدالله وثیق له افغان محصلینو سره د لیدنې خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د ورزش وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې سره یې په روسیه کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د یووالي او همغږۍ په ساتلو سره د هېواد د پرمختګ او افغانستان ته د خدمت لپاره هڅې وکړي.

