ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې زورورې زلزلې د فلیپین سویلي سیمې لړزولي

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، نن دوشنبه سهار مهال د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې زورورې زلزلې د فلیپین سویلي سیمې لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله چې پر ځایي وخت د سهار په ۷:۳۷ بجو رامنځته شوې، مرکز یې د ځمکې له سطحې ۳۵ کیلومتره ژور و.

له زلزلې وروسته د فلیپین سربېره په اندونیزیا او جاپان کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغه زلزله کې د درېیو تنو وژل کېدل تائید شوي دي.